زموږ په اړه
موږ هم د ډېرو خلکو په څېر د موټر د دودیزې لارې د اخیستو او خرڅولو له ستونزو سره مخ شوي یو. موږ د دې چیلنجونه درک کوو، لکه د غوره موټر موندل، د مناسب قیمت تضمین کول، چې دا ټول وخت نیسي او ستونزمن وي. د دې ستونزو د حل لپاره، موتر۲۴ یو لوړ کیفیت لرونکی ویبسایټ رامنځته کړی دی.
موږ د افغانستان له محدودیتونو څخه پوره خبر یو. له همدې امله، موږ د یوه اسانه، خوندي او لوړ فعالیت لرونکي آنلاین پلیټفارم د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. موږ د غورهوالي لپاره هڅه کوو، خو ستاسو نظرونه او وړاندیزونه هم موږ ته ارزښت لري. مهرباني وکړئ د 'موږ سره اړیکه' پاڼې له لارې خپلې نظریې له موږ سره شریکې کړئ.
سربېره پر دې، موږ ویاړو چې اعلان کړو Motar24.com یو افغاني محصول دی چې د افغانانو لپاره ډیزاین شوی دی. دا په بشپړ ډول د افغان متخصصینو لخوا جوړ شوی، او دا د افغانستان د تولید یو ریښتینی استازیتوب دی.
-
پېرودنه او پلور
-
هرچېرې، هر وخت د ورځې یا شپې
- اسانه او راحت
-
د لوړ امنیت او سرعت سره
-
چټک او باوري
د افغانستان لپاره ځانګړی د موټرو د پېرود او پلور ویبسایټ

موږ څه وړاندې کوو؟
تاسو زموږ لپاره ډېر ارزښت لرئ، او زموږ ټول تمرکز دا دی چې تاسې ګرانو هېوادوالو ته د دې خدماتو اسانه کارولو زمینه برابره کړو.
دا وړیا دی او وړیا به پاتې شي.
(موتر۲۴) ټولو کاروونکو ته یو وړیا بسته وړاندې کوي، چې هر څوک کولای شي موټر ومومي یا خپل موټر زموږ په ویبسایټ کې وپلوري. البته زموږ مسلکي خدمات پیسو ته اړتیا لري.
موږ په ټولنیزو رسنیو کې هم فعال یو
موږ په فیسبوک، انسټاګرام، ټویټر او یوټیوب کې فعال یو، او د دې چینلونو له لارې به ستاسو موټر ته اعلانونه ورکوو.
سادګي، امنیت او سرعت
د موتر۲۴ ټیم درې اساسي موخې لري: سادګي، لوړ امنیت او د ویبسایټ چټک فعالیت. همداراز، موږ هڅه کوو چې د نړیوالو معیارونو سره برابر یو کیفیت لرونکی ویبسایټ وړاندې کړو.